کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال په خبره؛ د افغانستان د سرپرست دولت د رسنیو او اطلاعاتو مرکز نن(چهارشنبې د لړم ۳ مه) به یوه خبرپاڼه کې د د خبریالانو د ټولنې له مسوولینو سره د نعیم الحق حقاني د لیدنې خبر ورکړی دی.
په دغه لیدنه کې د افغانستان د خبریالانو د ټولنې غړو د رسنیو په اقتصادي ستونزو خبرې وکړې او د رسنیو او اطلاعاتو له مرکز څخه یې وغوښتل، چې د دغه ستونزې په حل کې له دوی سره همکاري وکړي.
د سرپرست دولت د حکومت د رسنیو د مرکز رییس مولوي نعیم الحق حقاني و ویل: د افغانستان اسلامي امارت د اسلام د مبین دین او شریعت په چوکاټ کې د رسنیو آزادۍ او فعالیت ته ژمن دی او تل هڅه کوي، چې د رسنیو د فعالیت لپاره وړ او ښه زمینه برابره کړي.
ښاغلي حقاني زیاته کړه: د حکومت د رسنیو مرکز د دولت، ملت او رسنیو تر منځ د یوه پله په څېر عمل کوي او هڅه کوي، چې له رسنیو سره د تعامل او همکارۍ کچه پراخه کړي او د هغوی ستونزو ته په سم توګه رسېدنه وکړه.
د پیغام پای/