کابل- ایرنا- د افغانستان د سرپرست دولت د ملي دفاع وزارت وايي، په ۲۰۵ البدر قول اردو کې ۳۵ عرادې ډول ډول وسایط بیا ترمیم شوي دي.

کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال په خبره؛ د افغانستان د سرپرست دولت د ملي دفاع وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې د ۲۰۵ البدر قول اردو د څلورمې لوا د تامیناتو پنځم کنډک له لوري ۳۵ عرادې ډول ډول وسایط بیا ترمیم او ګټې اخیستنې ته وسپارل شول.

د چارواکو په وینا، په دغه وسایطو کې ۱۴ عرادې هاموي ټانګونه، ۲ عرادې ضربتي ټانګونه، ۳ عرادې کرینګ، ۱۲ عرادې انټرنېشنل، ۴ عرادې هاموي ډوله امبولانسونه او یوه پایه یخچال شامل دي.

د پیغام پای/