کابل- ایرنا- د ایران د اسلامي جمهوریت او جاپان هېواد سفیرانو له افغانستان سره د مرستو او همکاریو پر پراختیا خبرې کړې دي.

کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال په خبره، کابل کې د ایران د اسلامي جمهوریت ځانګړي استازي او سرپرست سفیر حسن کاظمي قمي پرون (چهارشنبې د تلې ۱۹ مه) مازیګر مهال افغانستان کې د جاپان له سفیر کاکاپوشي کورومیا سره کابل کې ولیدل.

په دغه لیدنه کې دواړو لورو د افغانستان سره د ایران او جاپان د همکاریو او مرستو په پراختیا او دغه راز د سیمې د ترانزیزټ د ملاتړ لپاره د جلبولو لپاره د جاپان د همکارۍ پر اړتیا خبرې وشوې.

د پیغام پای/