کابل- ایرنا- د افغانستان د سرپرست دولت د اطلاعاتو او فرهنګ سرپرست وزیر د اسلامي ارزښتونو او ملي ګټو په چوکاټ کې د رسنیو پر فعالیت ټینګار وکړ.

کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال په خبره؛ د افغانستان د سرپرست دولت د اطلاعاتو او فرهنګ سرپرست وزیر پرون مازیګر مهال د رسنیو د تخطۍ کمېسیون غونډه کې ګډون وکړ.

په دغه ناسته کې د یاد کمېسیون غړو د رسنیو د کار او فعالیت او د هغوی د تخطیو په اړه معلومات وړاندې کړل.

د سرپرست دولت د اطلاعاتو او فرهنګ سرپرست وزیر په دې ناسته کې و ویل، اسلامي امارت د رسنیو لپاره زیاتې اسانتیاوې برابرې کړې دي.

ښاغلي خیرخواه ټینګار وکړ، چې رسنۍ مکلفې دي، چې د ملي ګټو او اسلامي ارزښتونو پر اساس خپل فعالیت ته دوام ورکړي.

د پیغام پای/