د ایرنا د راپور له مخې؛ د اتومي انرژۍ د واکمنې شورا یوولسو غړو هېوادونو، نن د دوشنبې د (غبرګولي ۲۶) په یوه ګډه اعلامیه کې د اسراییلو رژیم لخوا د ایران پر سوله ییزو اتومي تاسیساتو پوځي برید د نړیوالو قوانینو ښکاره سرغړونه وبلله او د دې تېري د بیا تکرار مخنیوي لپاره یې د اژانس او امنیت شورا سمدستي اقدام وغوښت.
په دې اعلامیه کې چې د واکمنې شورا په فوق العاده غونډه کې ولوستل شوه، راغلي دي: "موږ پر ایران د اسراییلو رژیم تېری، په شمول د اتومي انرژۍ نړیوال سازمان تر څارنې لاندې اتومي تاسیساتو باندې پوځي بریدونه چې د نړیوالو قوانینو، د ملګرو ملتونو منشور او د اتومي انرژۍ نړیوال سازمان اساسنامې ښکاره سرغړونه ده، غندو."
اعلامیه زیاتوي: "موږ په کلکه باور لرو چې دا پوځي بریدونه د نړیوالې سولې او امنیت له ګواښلو سربیره، د اتومي وسلو د نه پراختیا تړون (NPT) باور کمزوری کوي، د اتومي انرژۍ نړیوال سازمان د خوندیتوب سیستم ته ښکاره بې پروایي ده او د سوله ییزو موخو لپاره د اتومي انرژۍ نور پرمختګ له خطر سره مخ کوي."
دغه ۱۱ هېوادونو دغه راز د سوله ییزو موخو لپاره ځانګړو شوو اتومي تاسیساتو پر وړاندې هر ډول وسله وال بریدونه او ګواښونه د ملګرو ملتونو د منشور، نړیوالو قوانینو او د آژانس د اساسنامې سرغړونه وبلله.
د پیغام پای.
د اتومي انرژۍ د واکمنې شورا یوولسو غړو هېوادونو پر ایران د اسراییلو تېری وغندلو
AP ۱۴۰۴ غبرگولی ۲۶ ۱۷:۴۵
News ID:
85864679

کابل-ایرنا- د اتومي انرژۍ د واکمنې شورا یوولسو غړو هېوادونو په یوه ګډه اعلامیه کې پر ایران د اسراییلو برید وغانده.
Your Comment