د ایرنا د راپور له مخې، د ایران اسلامي انقلاب سپاه پاسداران نن دوشنبه د غبرګولي په ۲۶ مه په یوه اعلامیه کې اعلان وکړ چې "۳ صادق وعده" او راتلونکي عملیات به له پخوانیو عملیاتو څخه ډېر سخت، دقیق او ویجاړوونکي وي.
د "۳ صادق وعده" عملیاتو د اتمې څپې په اړه د ایران اسلامي انقلاب سپاه پاسداران په اعلامیه کې راغلي:
د ایران شریف ملت ته خبر ورکول کېږي، چې څو شیبې وړاندې د سپاه پاسداران انقلاب اسلامي هوايي ځواکونو د توغندیو بریدونو نوې څپه له پخوا څخه په ډېر قوت او شدت سره پیل شوه. په دې عملیاتو کې، د صهیونیسټ رژیم د قوماندې او کنټرول سیسټمونه، د نویو میتودونو په کارولو او د شهیدانو باقري، سلامي، حاجي زاده او د سپاه نورو هوايي شهیدانو لخوا د پیاوړو استخباراتي او تجهیزاتي وړتیاو په ګټه اخیستنې سره، د دښمن څو پرتې دفاعي سیسټمونه ګډوډ شول، تر دې چې د دې رژیم دفاعي سیسټمونو یو بل په نښه کړل.
په دې عملیاتو کې کارول شوي نوښتونه او وړتیاوې، د امریکا او لویدیځو ځواکونو د هر اړخیز ملاتړ او د خورا پرمختللې او نوي دفاعي ټیکنالوژۍ سره سره، په اشغال شویو سیمو کې په اهدافو باندې د راکټونو بریالي او اعظمي بریدونه پایله ورکړه.
نن ورځ موږ د شهیدانو باقري، سلامي او حاجي زاده د صادقو وعدو پوره کېدو شاهدان یو چې په وار وار یې ویلي وو؛ "۳ صادق وعده" او راتلونکي عملیات به له پخوانیو عملیاتو څخه ډېر سخت، دقیق او ویجاړوونکي وي. همدارنګه دې عملیاتو وښودله چې د صهیونیسټ او امریکایانو اټکلونه او محاسبې د اسلامي ایران په اړه په بشپړ ډول غلطې وې او اوس باید د اشغالګر صهیونیسټ رژیم د سقوط شاهدان واوسو.
د دې جنایتکار رژیم ملاتړي هم باید پوه شي، چې د دې جعلي رژیم د حیاتي اهدافو پر وړاندې به اغیزمن، هدفمند او سخت عملیات د هغه تر بشپړې نابودۍ پورې دوام وکړي.
د پیغام پای.
د ایران سپاه پاسداران: د ۳ صادق وعده او راتلونکي عملیات به ډېر سخت، دقیق او ویجاړوونکي وي

کابل - ایرنا - د ایران اسلامي انقلاب سپاه پاسداران د ۳ صادق وعده عملیاتو د اتمې څپې په اړه په یوه اعلامیه کې صهیونیسټ رژیم ته خبرداری ورکړی چې راتلونکي عملیات به خورا سخت، دقیق او ویجاړوونکي وي.
اخبار مرتبط
-
ستر جنرال سلامي: د اطلاعاتو وزارت په ستراتیژیک اقدام سره، د موساد افسانه ړنګه شوه
کابل- ایرنا- د ایران سپاه پاسداران عمومي قوماندان ستر جنرال سلامي د یوې اعلامیې په خپرولو سره، صهیونیستي رژیم ته د ایران د اطلاعاتو وزارت حیاتي ګوزار او یادو اسنادو په ډېر خوندي ډول ایران ته د لېږدولو له امله مبارکي ورکړه او ویې ویل: دا اقدام د «فَاَتاهُمُ اللهُ مِن حَیثُ لَم یَحتَسِبوا؛ له هغه ځایه چې فکر یې نه کاوه، خدای تعالی پرې ګوزار وکړ» د مبارک آیت ښکاره بېلګه ده او د صهیونیستي رژیم په ژورو او پټو برخو کې د ایران استخباراتي نفوذ ښيي.
-
د ایران د ملي امنیت عالي شورا د دارالانشا مهمه اعلامیه:
د صهیونیستانو هدفونو بانک د وسله والو ځواکونو پر میز دی/ د برید په صورت کې به د رژیم پټ اټومي تاسیسات په نښه شي
کابل – ایرنا – د ایران د ملي امنیت د عالي شورا دارالانشا په یوه اعلامیه کې ویلي، چې د صهیونیستانو د هدفونو بانک د دغه هېواد د وسله والو ځواکونو پر میز دی او د هر ډول برید په صورت کې به د صهیونیستي رژیم پټ اټومي تاسیسات په نښه شي.
-
د ایران د بهرنیو چارو وزارت او اټومي انرژۍ سازمان ګډه اعلامیه د حکام شورا د پریکړه لیک په غبرګون کې؛
ایران د سیاسي پریکړه لیک ځوابولو پرته بله چاره نه لري؛ د بډاینې نوی مرکز به جوړ کړي
کابل- ایرنا- د ایران د بهرنیو چارو وزارت او اټومي انرژۍ سازمان په ګډه اعلامیه کې راغلي: لکه څنګه چې مو مخکې هم اعلان کړی و، د ایران اسلامي جمهوریت د دې سیاسي پریکړه لیک ځوابولو پرته بله چاره نه لري. په همدې تړاو، د اټومي انرژۍ سازمان د رئیس لخوا په یوه امن ځای کې د بډاینې د نوي مرکز جوړولو، او د شهید ډاکټر علیمحمدي (فردو) د بډاینې په مرکز کې د لومړي نسل ماشینونو پر ځای د شپږم نسل پرمختللو ماشینونو د نصبولو لازمې لارښوونې صادرې شوې دي.
Your Comment