امریکايي رسنۍ: واشنګټن په کابل کې د خپل سفارت د بیا پرانیستلو پلان نه لري

کابل - ایرنا - امریکایي رسنیو د دغه هیواد د بهرنیو چارو وزارت او امنیت شورا د ویاندانو په حواله راپور ورکړی چې هیواد یې په کابل کې د خپل سفارت د بیا پرانستلو پلان نلري.

په کابل کې د ایرنا خبري اژانس د خبریال په وینا، «د واشنګټن ایګزامینر» ورځپاڼې سهار د شنبې په ورځ د وری په ١٦مه، د امریکا د بهرنیو چارو وزارت او د ملي امنیت شورا د ویاندانو په حواله راپور ورکړ چې امریکا په کابل کې د خپل سفارت د بیا پرانستلو هیڅ پلان نلري.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند ټیمي بروس وویل: متحده ایالات هیڅ یو ارګان د افغانستان د حکومت په توګه نه پیژني او له همدې امله د خپل سفارت د بیا پرانستلو پلان نلري. د امریکا د ملي امنیت شورا ویاند جیمز هویټ هم وویل چې موږ په واشنګټن کې د افغانستان د سفارت په اړه هیڅ ژمنې نه دي منلي او په کابل کې د امریکا د سفارت د ودانۍ د وضعیت په اړه هیڅ بحث نه دی کړی.

د ایرنا په وینا، دا څرګندونې په داسې وخت کې کیږي چې مخکې داسې راپورونه خپاره شوي وو چې د افغانستان سرپرست حکومت له امریکایانو غوښتي وو چې په واشنګټن ډي سي کې د افغانستان سفارت افغانانو ته وسپاري او په کابل کې د امریکا سفارت بیا پرانیزي.

د پیغام پای/

Your Comment

You are replying to: .