په کابل کې د ایرنا خبري اژانس د خبریال په وینا، د افغانستان د عدلیې وزارت چارواکو نن پنجشنبه، د وری ٧مه، په یوه مطبوعاتي اعلامیه کې اعلان وکړ چې د دې وزارت د انسجام عمومي رياست د معاملاتو لارښوونې او د عريضه ليکونکو د چارو رياست نظارتي پلاوي، د تېر کال په کب میاشته کې په کابل ښار کې د معاملاتو لارښوونې ۱۳۱ دفترونه نظارت او بررسي كړي دي.
د دغه نظارت په ترڅ کې، د معاملاتو لارښوونې ۶ دفترونه د غير قانوني فعاليتونو له امله تړل شوي او د پاتې نورو دفترونو په فعاليتونو کې موجودې ستونزې هم مشخصې او د حل په برخه کې یې متصديانو ته لازمې توصیې وړاندې شوي دي.
همداراز، د معاملاتو لارښوونې او د عريضه ليکونکو د چارو رياست د تېرې مياشتې په اوږدو کې ۳۵ غوښتونکو لپاره د معاملاتو لارښوونې د فعالیت نوي جوازونه ويشلي او د فعالیت ۳۶ نور جوازونه یې تمديد کړي دي.
په مطبوعاتي اعلامیه کې راغلي چې د عدلیې وزارت د انسجام عمومي رياست په مرکز او ولایتي آمریتونه یې په ولایتونو کې په منظم ډول اړوندې برخې نظارت او بررسي کوي تر څو له غیر قانوني فعاليتونو څخه مخنیوی وشي.
د ایرنا په وینا، ډیری دفترونه پخوا له خلکو څخه په ملیونونو افغانۍ غلا کړې وې او د معاملاتو لارښوونې په پلمه تښتیدلي وو.
د پیغام پای/
Your Comment