په کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال له مخې، د نیمروز ولایت د رسنیو دفتر نن پنجشنبه د کب په ۳۰مه په یوه خبرپاڼه کې اعلان وکړ، چې ايران د نیمروز ولایت ورېښمو پله له لارې ۲۱۱ تنه افغان بندیان چې د بېلابېلو جرمونو په تور په ياد هېواد کې نيول شوي وو، د ورېښمو پله له لارې اسلامي امارات ته وسپارل شول.
په دې تړاو جوړو شويو مراسمو کې د نيمروز والي محمد قاسم خالد د زندانونو چارو عمومي رییس مولوي محمد یوسف مستري او د ولايتي ادارې يو شمېر نورو مسولينو ګډون درلود.
مستري د بنديانو د سپارلو د پروسې په اړه وويل، چې ۴۸۴ تنه افغان بندیان چې ایران کې د بېلابېلو جرمونو په تور نیول شوي وو، د خبرو اترو په پايله کې د نيمروز ولايت ورېښمو پله له لارې اسلامي امارت ته سپارل کیږي.
هغه زیاته کړه: د بنديانو د لېږد پروسه نن د ۲۱۱ تنه افغان زندانيانو په سپارلو سره پيل شوه، چې هر يو به خپلو ولايتونو ته انتقال او د حبس ټاکلې موده به هلته تېره کړي.
د نيمروز والي د افغان بنديانو د سپارلو د پروسې د ښه مديريت او هغوى ته د خوراکي توکو، روغتيايي خدمتونو او نورو اسانتياوو د برابرولو ډاډ هم ورکړ.
د پیغام پای/
Your Comment