په کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال له مخې، د افغانستان د سرپرست حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد نن سه شنبه د کب ۲۸ مه د یوناما د ماموریت د غځولو په غبرګون کې په خپله ایکس پاڼه کې لیکلي: موږ له یوناما څخه غواړو لکه څرنګه چې لازمه ده، دغه استازولي باید د افغانستان او ملګرو ملتونو او د نورو هیوادونو ترمنځ د اړیکو په پياوړتیا، په افغانستان کې د امنیتي، اقتصادي او اجتماعي پرمختګونو په ملاتړ او په سم انعکاس، د افغانستان د خلکو د نړیوالو حقوقو د ترلاسه کولو، د بې ځایه تحریمونو لرې کولو، د افغانانو شتمنیو د غصب پای ته رسولو او په ملګرو ملتونو کې د افغانستان کرسۍ بیرته افغانانوته په سپارلو تمرکز وکړي.
د مجاهد په وينا، دوى بايد د تېر په څېر بې بنسټه اندېښنې رامنځته نه کړي، له يوه يا دوو مسايلو څخه د افغانستان پر ضد تبليغات ونکړي او د متعصبو کړيو لاس ته ور نه شي.
د ایرنا د خبر له مخې، د ملګروملتونو د امنیت شورا تیره شپه په اکثریت رایه د یوناما ماموریت د یو بل کال لپاره وغزاوه.
د پیغام پای/
Your Comment