د پاکستان د پوځ هغه ادعا په کلکه ردوو چې په بلوچستان کې د مسافر وړونکي اورګاډي بریدګر له افغانستان سره تړاو لري

کابل – ایرنا- د افغانستان د سرپرست حکومت د بهرنیو چارو د وزارت ویاند د پاکستان د پوځ د ویاند هغه ادعا په کلکه رد کړه، چې ګواکې د دغه هېواد په بلوچستان ایالت کې د اورګاډي د مسافرو د یرغمل کولو اصلي طراح په افغانستان کې دی.

په کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال له مخې، د افغانستان د سرپرست حکومت د بهرنیو چارو د وزارت ویاند عبدالقهار بلخي نن پنجشنبه د کب ۲۳مه په خپله یوه پاڼه کې یوه خبرپاڼه خپره کړې او لیکلي یې دي: بلوچستان ایالت کې پر مسافر وړونکي اورگاډي د بريد په تړاو د پاکستاني پوځ وياند هغه بې‌اساسه تورونه چې د پېښې تړاو افغانستان سره لگوي، په کلکه ردوو او له پاکستاني لوري غواړو چې د داسې غيرمسؤولانه څرگندونو پر ځای خپل امنيت او د داخلي مشکلاتو حل ته پام واړوي.

 هغه زیاته کړه: موږ له پاکستاني لوري غواړو چې د دا ډول غیر مسوولانه څرګندونو پر ځای د خپلو امنیتي او داخلي ستونزو حل ته پام وکړي.

 د بلخي په خبره، د هېڅ بلوڅ مخالفې ډلې غړی په افغانستان کي وجود نه لري او نه یې هم پخوا یا اوس له اسلامي امارت سره اړیکي لرلي دي.

 بلخي وويل: موږ په دغه پېښه کې د بې‌گناه انسانانو په تلفاتو خواشیني يو. د سياسي اهدافو لپاره ملکيان قرباني کول د توجيه وړ نه ده.

 د ایرنا د خبر له مخې، دوه ورځې مخکې یوې ډلې بریدګرو د بولان په سیمه کې له کویټې څخه پېښور ته روان ریل ګاډی ودراوه او ټول مسافر یې یرغمل کړل.

 بلوڅ بېلتون غوښتونکې ډلې چې ځان د ازادۍ پوځ بولي، د دې پېښې مسوليت پر غاړه اخیستې ده. خو د پاکستان پوځ ادعا کړې، چې د دغه هېواد په بلوچستان ایالت کې د اورګاډي د مسافرو د یرغمل کېدو اصلي طراح په افغانستان کې دی.  د پاکستان د پوځ ویاند احمد شریف چودري په یوه خبرپاڼه کې ویلي، زموږ استخباراتي شواهد ښيي چې ترهګرو د ژغورنې عملیاتو پر مهال په افغانستان کې دننه له خپل بادار سره تماس درلود. موږ یو ځل بیا له طالبانو غواړو چې خپل مسوولیت ادا کړي او اجازه ورنکړي چې د افغانستان خاوره د پاکستان پر ضد وکارول شي.
 د پیغام پای/

Your Comment

You are replying to: .