په ننګرهار کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال په وینا، د ننګرهار والي محمد نعیم اخند نن سه شنبه د کب ۱۴ مه د دغه ولایت له اړوندو مسوولینو سره په لیدنه کې امر وکړ، چې په سوداګریزو راکړو ورکړو کې د پاکستانۍ پیسو کارول منع دي.
هغه ټینګار وکړ چې حتی له پاکستاني اسعارو سره په محدوده بڼه راکړه ورکړه هم منع ده.
د ننګرهار والي وايي: په دې ولایت کې د پاکستانۍ کلدارې په بشپړ ډول بندولو او د افغانیو پیسو د ودې لپاره باید عاجل اقدامات وشي.
د ایرنا د راپور له مخې، د ننګرهار د والي دغه اقدام په داسې حال کې کیږي چې د تورخم دروازه له ۱۲ ورځو راهیسې د پاکستان له خوا تړل شوی دی او پرون هم د دواړو هیوادونو د سرحدي ځواکونو ترمنځ دولس ساعته نښته شوې وه چې په نتیجه کې یې درې افغان پوځیان وژل شوي او ژوبل شوي او پاکستاني پوځیانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د پیغام پای/
Your Comment