په کابل کې د ایرنا خبري آژانس د راپور له مخې، د افغانستان د سرپرست حکومت د کورنيو چارو وزارت وياند عبدالمتين قانع نن سه شنبه د کب په ۷ مه وويل: دوه بريتانوي اتباع چې افغاني تذکرې لري، يو امريکايی-چينايي او د هغوی ژباړونکی نيول شوي دي.
ده زياته کړه: دغه کسان د مشخصو دلايلو له مخې نيول شوي دي او د قضيو د حل لپاره يې هلې ځلې پيل شوې دي.
د ایرنا د راپور له مخې، تر دې مخکې د بریتانیا د بهرنیو چارو وزارت افغانستان ته د دغه هیواد د دوو اتباعو د نیولو خبر ورکړی و.
د پیغام پای/
Your Comment