په کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال له مخې، د افغانستان د سرپرست حکومت د بهرنیو چارو وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره اعلان کړی چې د دغه وزارت د مالي او ادارې مرستیال محمد نعیم په کابل کې د اذربایجان له سفیر الهام محمدوف سره وکتل.
په دې کتنه کې دواړو لورو د افغانستان او اذربایجان ترمنځ د سیاسي، اقتصادي او فرهنګي همکاریو پر پراختیا خبرې وکړې.
د بهرنیو چارو وزارت مالي او اداري معین د "کوپ ۲۹" غونډه کې د افغان پلاوي د ګډون او د آذربایجان له همکاریو د مننې ترڅنګ؛ د دواړو هیوادونو ترمنځ اړیکې مهمې وبللې او د دې اړیکو د لاپیاوړتیا هیله یې څرګنده کړه.
محمدوف د آذربایجان او افغانستان ترمنځ د دوه اړخیزو همکاریو او پرمختګونو یادونه وکړه او زیاته یې کړه؛ آذربایجان له افغانستان سره خپلو اړیکو ته ځانګړی اهمیت ورکوي، له همدې امله یې په کابل کې خپل سفارت پرانیست او په آذربایجان کې یې د اسلامي امارت ډیپلوماټان ومنل.
همداراز د اذربایجان سفیر د بهرنیو چارو وزارت د ښو همکاریو له امله مننه وکړه او دواړو لورو د دوه اړخیزو اړیکو پر پیاوړتیا او دوام ټینګار وکړ.
د پیغام پای/
Your Comment