په کندز ولایت کې د ځانمرګي برید له امله ۱۲ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده

کابل- ایرنا- د کندز د امنیې قوماندانۍ ویاند اعلان وکړ چې نن سهار د دغه ولایت د کابل بانک مخې ته د یوه ځانمرګي برید له امله ۱۲ تنه وژل شوي او ټپیان دي.

په کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال له قوله، د کندز د امنیې قومندانۍ ویاند جمعه الدین خاکسار نن سه شنبه د سلواغه ۲۳ مه په دغه ولایت کې د نن سهار د چاودنې له امله د وژل شویو کسانو د شمیر په اړه وویل: په کابل بانک کې نن سهار د ځانمرګي برید په ترڅ کې بریدګر د دغه بانک مخې ته په خپل بدن کې ځای پر ځای شوي چاودیدونکي توکي وچول.

خبرځاى زياته کړه: په دې پيښه کې د اسلامي امارت د مجاهدينو او ملکي وګړو په ګډون پنځه تنه ووژل شول او اووه تنه نور ټپيان شول.

د خاکسار په خبره دغه برید هغه مهال رامنځ ته شو، چې د اسلامي امارت د مجاهدینو په ګډون یوه ډله خلک د خپلو معاشونو د ترلاسه کولو په موخه د کندز په مرکز کې د کابل بانک د نمایندګۍ په دفتر کې راټول شوي وو.

 په ورته وخت کې رسنیو د وژل شویو کسانو شمېر زیات ښودلی او ویلي یې دي چې په دې پېښه کې ۲۵ تنه وژل شوي او ۳۰ نور ټپیان شوي دي او په وژل شویو کې د دې ولایت د څلورمې امنیتي حوزې د تولی قومندان هم شامل دی.

 تر اوسه کوم کس یا ډلې د دغه ځانمرګي برید مسولیت پر غاړه نه ده اخیستې.

 د ایرنا د راپور له مخې، نن سهار وختي په کندز ولایت کې د کابل بانک مخې ته یوه زوروره چاودنه وشوه چې په نتیجه کې یې یو شمیر افغان اتباع او دولتي کارکوونکي مړه او ژوبل شول.
 

د پیغام پای/

اخبار مرتبط

Your Comment

You are replying to: .