AP ۱۴۰۳ مرغومی ۱۲ ۱۳:۱۹
Journalist ID: 5624
News ID: 85707304
T T
۰ Persons

Tags

امریکا تیر کال صهیونیسټ رژیم ته څه دپاسه ۲۲ ملیارده ډالره مرسته کړې ده

کابل- ایرنا- امریکا په تیر کال کې په غزې، لبنان او سوریې کې د صهیونیسټ رژیم د جنایتونو د ملاتړ لپاره څه دپاسه ۲۲ میلیارډه ډالره مرسته کړې ده.

د ایرنا خبري آژانس د خبر له مخې، د استکهلم د سولې نړیوال څېړنیز انسټیټیوټ د سه شنبې په ورځ په یوه راپور کې لیکلي: له ۲۰۱۹ څخه تر ۲۰۲۳ کال پورې امریکا اسرائیلو ته ۶۹٪ وسلې ورکړي، چې سږ کال ۷۸٪ ته لوړې شوې دي.

د دغه انسټیټیوټ په وینا، د ۲۰۲۳ کال د دسمبر پوری امریکا صهیونیسټ رژیم ته د ۲،۴ میلیارډ ډالرو په ارزښت څه دپاسه لس زره ټنه وسلې ورکړی دی. دا شمیر د ٢٠٢٤ کال تر اګست پورې ٥٠ زره ټنو ته ورسید چې د سلګونو الوتکو او کښتیو لخوا لیږدول کیده.

 امریکا د صهیونیسټ رژیم د ستر متحد په توګه د اوسپنیز ګنبد توغندی، دقیق لارښود بمونه، CH53 درنې چورلکې، اپاچی H64 هیلی کوپترونه، د 155 ملی متر توپ مرمۍ، د سنګر ماتونکی بمونو او زغره وال ګاډي په شمول پراخ پوځی تجهیزات استولی دی.

 د بهرنیو اړیکو د شورا په وینا چې د امریکا یو تینک تانک مرکز دی، واشنګټن له ۱۹۴۶ کال راهیسې له اسرائیلي رژیم سره څه باندې ۳۱۰ میلیارده ډالره پوځي او اقتصادي مرستې کړې دي.

 په ۲۰۱۶ کال کې امریکا او اسراییلو د ۳۸ میلیاردو ډالرو په ارزښت د ۱۰ کلن پوځي مرستو تړون لاسلیک کړ چې لا هم عملي کېږي.

 د دغه تړون له مخې امریکا هر کال ۳،۸ میلیارده ډالره د اسرائیلو د پوځي توان او د توغندیو د دفاع لپاره ځانګړې کوي. په ۲۰۲۴ کال کې صهیونیسټ رژیم ته د پوځي بیړنیو بستونو تخصیص له دغه رژیم سره د پوځي مرستو ارزښت په میلیارډونو ډالرو زیات کړ چې پکې اسرائیلي رژیم ته د امریکا د ۱۴.۱ میلیارډ ډالرو پوځي مرستې چې د فبرورۍ په میاشت کې او ۲.۵ ملیارده ډالره د مارچ په میاشت کې تصویب شوې وې.

 دا په داسې حال کې ده چې فعالانو او د بشري حقونو سازمانونو په ملکي سیمو کې چې د امریکا په محدودې څارنې سره ترسره کیږي، د دغو وسلو په کارولو نیوکه کړې ده.

 په ٢٠٢٤ کې، امریکا اسراییلو ته د ١٠٠ څخه زیات د وسلو قراردادونه تخصیص کړل، چې دا به دا ممکنه کړي چې د توغندیو دفاعي سیسټم ملاتړ وکړي او د دې رژیم د وسلو زیرمې بشپړې کړي.

 دا تړونونه د غزې پر ملکي وګړو د وسلو د اغیزو په اړه د روانو راپورونو سره سره لاسلیک شوي.

د پیغام پای/

Your Comment

You are replying to: .