د کرنې وزارت سرپرست د څړځايونو پر ساتنې او له سیمه ییزو سرچینو څخه په اغېزمنه ګټه اخیستنه ټینګار وکړ

کابل- ایرنا- د افغانستان د سرپرست حکومت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت سرپرست د څړځايونو په ساتنه او له سیمه ییزو سرچینو څخه په اغیزمنه استفادې ټینګار وکړ.

په کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال له مخي، د افغانستان د سرپرست حکومت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ سرپرست وزیر مولوي عطاء الله عمري نن شنبه د مرغومی په ۸ مه د تخار ولایت د خواجه بهاوالدین ولسوالۍ له یو شمېر اوسېدونکو او مشرانو سره وکتل.

په دې لیدنه کې د سیمې مشرانو د کرنیزو ځمکو د اجارې، د څړځایونو او علفچرونو د ساتنې، او د خپلو سیمه ییزو سرچینو د اغېزمنې استفادې په اړه د کرنې له وزیر سره خبرې اترې وکړې.

همداراز عمري د دغو مشرانو د هڅو او نظرونو ستاینه وکړه او د طبیعي سرچینو د ساتنې پر اهمیت یې ټینګار وکړ.

هغه اړوندو برخو ته د کرنیزو ځمکو د اجارې په اړه لازمې لارښوونې هم وکړې. دواړو لورو له منابعو څخه د ښې استفادې او د سیمه ییزې کرنې د پراختیا په برخه کې د خلکو او د کرنې وزارت ترمنځ د همکاریو پر پیاوړتیا خبرې وکړې.

 د ایرنا په وینا، د افغانستان نږدې ٤٠ سلنه جغرافیی علفچر ده.

د پیغام پای/

Your Comment

You are replying to: .