AP ۱۴۰۳ مرغومی ۱ ۲۰:۵۸
Journalist ID: 5624
News ID: 85696503
T T
۰ Persons

Tags

تل ابیب د یمن د «فلسطین ۲» توغندی تر اور لاندې

AP ۱۴۰۳ مرغومی ۱ ۲۰:۵۸
News ID: 85696503
تل ابیب د یمن د «فلسطین ۲» توغندی تر اور لاندې

کابل- ایرنا- د یمن د وسله والو ځواکونو ویاند اعلان کړی چې د «فلسطین ۲» بالستیک توغندی په وسیله یې د تل ابیب پر زړه برید کړی دی.

د ایرنا خبري اژانس د راپور له مخې، د یمن د وسله والو ځواکونو ویاند یحیی سریع نن شنبه د مرغومی په لومړۍ نیټه په یوه بیانیه کی اعلان وکړ چی موږ د «فلسطین ۲» الټراسونک بالستیک توغندی په وسیله په یافا (تل ابیب) کی یو پوځی هدف ویجاړ کړ.

په دغه بیانیه کې راغلی دی چې د صهیونیسټ رژیم هوایی دفاعي سیسټم له یمن څخه د توغول شوی الټراسونیک توغندی مقابله نشی کولای.

 د دغې بیانیې په یوه برخه کې راغلي دي چې دغه حمله د فلسطین له خلکو د ملاتړ او د غزې د خلکو په خلاف د صهیونیسټي رژیم د جنایتونو او همداشان د صهیونیسټي رژیم د تیریو په ځواب کې د فلسطین له خلکو د ملاتړ په چوکاټ کې ترسره شوه. 

 د یمن د وسله والو ځواکونو ویاند ټینګار وکړ چې دغه توغندی په دقیقه توګه خپل هدف ته رسیدلی دی.

 یحیی سریع هم د صهیونیسټی رژیم د جنایتونو په وړاندې د یمن د خلکو د لاریون قدرونه وکړه. هغه د غزې د مجاهدينو او د صهيونېسټ رژيم په خلاف د هغوي د عملياتو د دوام د ستاينې په ترڅ کې وویل: په غزې باندې د محاصرې او يرغل تر ختمېدو پورې به زمونږ پوځي عمليات دوام ولري.

 څو ساعته مخکې صهیونیسټی رسنیو د یمن د توغندوی حملې او په تل ابیب کې د الارم د غږیدو خبر ورکړ او د اشغال شویو سیمو چارواکو اعلان وکړ چې تراوسه پکې ۱۸ کسان ژوبل شوی هم دی.

 د اسرائیلو د رژیم پوځ هم اعلان وکړ چې له یمن څخه د توغندیو د ویشتلو په نتیجه کې په مختلفو سیمو کې د الارم غږ فعال شول او دغه پیښه تر څیړنې لاندې ده. خپاره شوي انځورونه ښيي چې د صهیونیسټي رژیم هوايي دفاعي سیسټم له یمن څخه د توغول شوي توغندي په شنډولو کې پاتې راغلی دی.

 د یمن پوځ په تیرو میاشتو کې په غزې تړانګې کې د فلسطینی ملت له مقاومت څخه په ملاتړ کې د صهیونیسټی رژیم څو بیړۍ د بحيره احمر او باب المندب په تنګی کې دی په نښه کړی دی.

 د یمن پوځ ژمنه کړې تر څو چې صهیونیسټ رژیم پر غزې خپل بریدونه بند نه کړي، د دغه رژیم په بیړیو بریدونه به په بحيره احمر کې دوام ولري.

د پیغام پای/

Your Comment

You are replying to: .