په کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال له مخي، په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سیاسي دفتر (یوناما) نن چهارشنبه د لیندي ۲۸ مه په یو مطلب کې لیکلي: د افغانستان زعفران د خپل خوند، بوی او رنګ له امله په نړۍ کې د زعفرانو یو له غوره ډولونو څخه شمیرل کیږي.
دا کوچنی ارغواني ګل په نړۍ کې تر ټولو قیمتي مساله ده او د افغانستان د صادراتو له مهمو توکو څخه ګڼل کیږي. یوناما اعلان وکړ: د خوړو نړیوال پروګرام (WFP) د زعفرانو له کروندګرو سره د تخمونو او اړینو مهارتونو په برابرولو او همدارنګه د کښت او تولید په بهیر کې له هغوی سره مرسته کوي. زعفران د «سرو زرو» په نوم هم پیژندل کیږي.
د یوناما چارواکو ویلي: هرات په افغانستان کې د زعفرانو په تولید کې مخکښ دی، په داسې حال کې چې دغه کښت په پراخه کچه د کوکنارو د کرکيلې د بدیل معیشت په توګه ترویج شوی دی.
د ایرنا د راپور له مخې، د افغانستان زعفرانو په شپږو میاشتو کې د نهم ځل لپاره د بلجیم د نړیوال خوند انسټیټیوټ له خوا په نړۍ کې لومړی مقام خپل کړ.
د پیغام پای/
Your Comment