په کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال له مخي، د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر (اوچا) نن چهارشنبه د لیندۍ په ۲۷ مه نېټه په یوه خبرپاڼه کې اعلان وکړ چې سږ کال په هېواد کې ۲۳.۷ میلیونه وګړي بشري مرستو ته اړتیا لري.
دا احصایه ښیې چې په راتلونکي کال کې ٨٠٠ زره خلک چي مرستو ته اړتيا لري، له دغه ارقام څخه کم شي.
اوچا زیاته کړه: راتلونکی کال به ۱۴.۸ میلیونه وګړي د خوراکي توکو د نه خوندیتوب په سطحه کې وي، چې ۲.۴ میلیونه زیاتوالی ښيي.
اوچا په راتلونکي کال کې د افغانستان د روغتیايي اړتیاوو په اړه وویل: په ۲۰۲۵ کال کې به ۱۴.۳ میلیونه خلک روغتیايي خدمتونو ته محدود لاسرسی ولري او ۷.۸ میلیونه ښځې او ماشومان به تغذیې مرستو ته اړتیا ولري.
د پیغام پای/
Your Comment