AP ۱۴۰۳ لیندۍ ۲۷ ۱۲:۴۹
Journalist ID: 5624
News ID: 85692095
T T
۰ Persons

Tags

د غزې جګړې د صهیونیسټانو یو څلورمه برخه د فقر تر کرښې لاندې راوستې ده

کابل- ایرنا- راپورونه ښيي چې په غزه کې جګړې یو څلورمه برخه صهیونیسټان د فقر تر کرښې لاندې راوستي دي.

د ایرنا خبري آژانس د خبر له مخې، صهیونیسټي ورځپاڼي اسرائیل هیوم دوشنبه د لیندۍ په ۲۶ مه په یوه راپور کې لیکلي چې د فقر د کرښې کلني راپور ښيي چې د صهیونیسټانو یو څلورمه برخه د فقر تر کرښې لاندې ژوند کوي.

 په دغه راپور کې ویل شوی دی چې څوارلس میاشتې جنګ صهیونیسټان له سخت اقتصادی حالت سره مخ کړی دی او اشغال شویو سیمو د ټولنیزې انحطاط له خطر سره مخامخ دی.

 په دې وروستیو کې د اقتصادي اعتباراتو یو معتبر انسټیټیوټ په یوه راپور کې اعلان وکړ چې صهیونیسټ رژیم به په ۲۰۲۴ کال کې صفر فیصده اقتصادي وده تجربه کړي او دا د غزې د جګړې له امله رامینځته شوي شرایط دي او دا مسله به د سړي سر د ناخالص داخلي توليد د کمیدو لامل شي.

 د «استاندارد اند پور» اعتباراتو ادارې په دغه راپور کې زیاته کړې ده چې په غزې کې جنګ به تر ۲۰۲۵ میلادی کال پورې دوام وکړی او په دې صورت کې به د صهیونیسټ رژیم د اقتصاد د ښه کولو بهیر په ۲۰۲۶ میلادی کال کې پیل شی.

 د دغه نړیوال بنسټ د اعلان له مخې د روان کال (۲۰۲۴) تر پایه د بودیجې کسر ٩% د ناخالص داخلي تولید ته لوړ شوی او تر ۲۰۲۷ کال پورې به دغه اندازه له ۵ څخه تر ۶ سلنې پورې پاتې شي، چې دا د صهیونیسټي رژیم د ماليي وزارت د اټکل شویو ارقامو څخه زیاد دی.

 تاکل کیږي چې د صهیونیسټي رژیم خالص پور به تر ۲۰۲۷ میلادي کال پورې د کورني ناخالص تولید ۷۰٪ ته لوړ شي، چې د ۲۰۲۳ کال په پرتله به ۱۲٪ زیاتوالی تجربه کړي.

 له دې مخکې بلومبرګ خبری اژانس په یوه راپور کې د صهیونیسټ رژیم او حماس ترمینځ د جګړه او له ایران سره د کړکیچ زیاتیدو ته په اشارې سره ولیکل: پوځی لګښتونو د اسرائیلو اقتصاد کمزوری کړی دی.

 دامریکا بلومبرګ راپور ورکړی چې صهیونیسټ رژیم د۲۰۲۵ کال بودیجه په داسې حال کې تصویب کړه چې له حماس سره دجنګ له پیله د دغه رژیم په لومړیتوبونو کې د ژور بدلون ښودنه کوی.

د پیغام پای/

Your Comment

You are replying to: .