د افغانستان او ایران د لوړ پوړو چارواکو لیدنې به په نږدې راتلونکي کې د دواړو هېوادونو ترمنځ ترسره شي

کابل- ایرنا- په کابل کې د ایران د اسلامي جمهوریت د سفارت نوي سرپرست وویل: د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو د لا پراختیا په موخه، ایران غواړي په نږدې راتلونکي کې د‌ دواړو هېوادونو ترمنځ لوړپوړي پلاوي سفرونه وکړي.

په کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال له مخي، د افغانستان د سرپرست حکومت د بهرنيو چارو وزارت د وياند مرستيال حافظ ضياء احمد نن د دوشنبې په ورځ د لیندۍ د مياشتې په ١٩ نېټه وویل: د افغانستان اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیر خان متقي په کابل کې د ایران اسلامي جمهوریت د سفارت نوي سرپرست عليرضا بیگدلی سره تعارفي ناسته وکړه. 

متقي د ایران د سفارت د نوي سرپرست ته ښه راغلاست ووایه، په چارو کې یې ورته د بریالیتوب هیله وکړه او ډاډ یې ورکړ چې د بهرنیو چارو وزارت به ورسره د اړوندو چارو په ښه ترسره کولو کې مرسته کوي. 

 په دغه کتنه کې علیرضا بېگدلی هم په خپل وار د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر ته د هغه د ایراني سیال سلامونه او نېکې هیلې وړاندې کړې او هیله یې څرگنده کړه چې وکولای شي د خپل ماموریت په موده کې د دواړو هېوادونو اړیکې په بېلابېلو برخو کې لا پراخې کړي. 

 د ایران د سفارت نوي سرپرست وویل: د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو د لا پراختیا په موخه غواړي په نږدې راتلونکي کې د‌ دواړو هېوادونو ترمنځ لوړپوړي پلاوي سفرونه وکړي.

 د ایرنا په وینا، د ایران د اسلامي جمهوریت د سفارت نوي سرپرست علیرضا بیګدلي د لیندۍ په ۱۰ مه نېټه د شنبې په ورځ کابل ته راغی. هغه کابل ته د رسېدو پر مهال خبريالانو ته وويل چي د ايران د اسلامي جمهوريت د ماموريتونو تر ټولو مهم لومړيتوبونه له افغانستان سره د ګاونډيتوب پراخول د دواړو هېوادونو تر منځ د ډېرو مشترکاتو پر بنسټ دی.

 د پیغام پای/

Your Comment

You are replying to: .