AP ۱۴۰۳ لیندۍ ۱۹ ۲۱:۱۸
Journalist ID: 5624
News ID: 85685221
T T
۰ Persons

Tags

د تېر حکومت یو شمېر پوځي او ملکي چارواکو ته د مصونیت کارتونه وویشل شول

کابل – ایرنا – د افغانستان د سرپرست حکومت د افغان شخصیتونو سره د تماس کمېسیون د تېر حکومت یو شمېر پوځي او ملکي چارواکو ته د مصونیت د کارتونو د وېش اعلان وکړ.

په کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال له مخي، د افغانستان سرپرست حکومت ازګ نن په یوه خبرپاڼه کې اعلان وکړ چې له افغان شخصیتونو سره د تماس کمېسیون د یوه جنرال په ګډون د تېر حکومت یو شمېر سرتېرو او ملکي چارواکو ته د مصونیت کارتونه وېشلي دي.

له افغان شخصیتونو سره د تماس کمېسیون د دارالانشأ رئيس مولوي ذاكر الله ذاکر یادو پخوانیو مسؤلینو ته د ښه راغلاست تر څنگ هغوی ته ډاډ ورکړ چې د اسلامي امارت د عمومي عفوې د فرمان پر بنسټ هیڅوک د پخوانۍ دندې او فعالیت له امله نه پوښتل کېږي.

 هغه زیاته کړه: اسلامي امارت په هیواد کې د امنیت او خپلو هیوادوالو ته د اسانتیاوو په برابرولو کې هلې ځلې کوي. ذاکر څرګنده کړه: د امارتي ټول دفترونه د مصونیت کارت لرونکو ته ځانګړې پاملرنه کوي او د هغوی د حقوقي ستونزو د حل لپاره یو ځانګړی تشکیل کار کوي.

یادو پخوانیو چارواکو د اسلامي امارت د عفوې د فرمان ستاینه وکړه او وې ویل هیواد ته په راتگ سره د امن احساس کوي او له هيڅ ډول ستونزې سره نه دي مخ شوي. دوی زیاته کړه: د هېواد د پرمختګ لپاره هر ډول همکارۍ ته چمتو دي.

 د ایرنا د خبر له مخې، په تېرو درېیو کلونو کې د افغانستان د تېر حکومت په سلګونو لوړ پوړو پوځي او ملکي کارکوونکو ته د مصونیت کارتونه وېشل شوي دي.

 د پیغام پای/ 

Your Comment

You are replying to: .