AP ۱۴۰۳ لیندۍ ۱۹ ۲۱:۱۶
Journalist ID: 5624
News ID: 85685217
T T
۰ Persons

Tags

د افغانستان او هند چارواکو د اقتصادي پروژو د تطبیق په برخه کې د همکاریو پر پراختیا ټینګار وکړ

هرات- ایرنا- د هرات والي او په کابل کې د هند سفیر د اقتصادي پروژو په برخه کې د همکاریو پر پراختیا ټینګار وکړ.

په هرات کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال له مخي، د هرات والي مولانا اسلام‌جار نن دوشنبه د لیندۍ په ۱۹مه په کابل کې د هند له سفیر کرن یادو سره د ویډیو کنفرانس له لارې خبري وکړې.

به کابل کې د هند سفیر د هرات والي شیخ مولانا اسلام‌جار سره په خبرو کې په ټول هیواد کې د امنیت د ټینګښت هرکلی وکړ او د افغانستان په خاوره کې د تاپی پروژې د عملي کار پیل د افغانستان او سیمې د اقتصادي ودې لپاره د یو نوي پړاو پیل ګڼلی، او د دې هیواد د اقتصادي، ترانسپورتي پروژو او د روغتیا د برخې د پیاوړتیا لپاره یې د همکارۍ پراختیا خبر ورکړ.

 مولانا اسلام‌جار هم د سوداګریزو، ټولنیزو او اقتصادي اړیکو پراختیا لپاره د هند له هڅو قدرداني وکړه.

 هغه د صنعت وده، د روغتیایې سکتور د پیاوړتیا، په هرات کې د قونسلګریو د خدمتونو پراختیا، او د افغانستان د زعفرانو د صادراتو د زیاتوالي لپاره د هند د لا زیاتو همکاریو غوښتنه وکړه.

د پیغام پای/

Your Comment

You are replying to: .