AP ۱۴۰۳ لیندۍ ۱۹ ۲۱:۱۶
Journalist ID: 5624
News ID: 85685216
T T
۰ Persons

Tags

د افغانستان ختیځ ولایتونو ته د لمریز برېښنا ورکول کیږي

کابل – ایرنا – د افغانستان د سرپرست حکومت د اوبو او انرژۍ وزارت د دغه هېواد د ختیځو ولایتونو لپاره د لمریزې برېښنا د برابرولو هڅې پیل کړې.

په کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال له مخي، د افغانستان د سرپرست حکومت د اوبو او انرژۍ وزارت چارواکو نن دوشنبه د لیندۍ په ۱۹مه اعلان وکړ چې د افغانستان ختیځو ولایتونو ته یې د لمریز انرژۍ له لارې د برېښنا رسولو هڅې پیل کړې دي.

 خبرپاڼه زیاتوي: د ننګرهار د مرکز مهترلام ښار په څنډه کې د لمریزې برېښنا یو پاور پلانټ جوړېږي او چي به د سل میګاواټه برېښنا د تولید وړتیا ولري. د دغه برېښنا پاور پلانټ پر جوړېدو چې ټاکل شوې د ننګرهار، لغمان، کونړ او نورستان ولایتونو ته برېښنا ورکړي، ٨٠ میلیونه ډالره لګښت پرې راځي.

دانرژۍ او اوبو وزارت دڅيړنې ډله وايي چې ددغه لمريزې برېښنا پاور پلانټ دجوړولو عملي کار به ډير ژر پيل شي.

د پیغام پای/

Your Comment

You are replying to: .