په هرات کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال له مخي، د ملګرو ملتونو د لویدیځ زون رئیس «بیار امګل کارا باویوا»، د هرات والي شیخ مولانا اسلامجار سره لیدنه وکړه.
په دې کتنه کې کرا باویوا د دې سازمان پروګرامونه د شیخ مولانا اسلامجار سره شریک کړه او د غوره روغتیایي خدماتو وړاندې کولو، د ښار او سرحدي سیمو کې د کلینیکونو لپاره د ګرمایشي امکاناتو برابرولو ډاډ ورکړ.
همدا راز د هرات والي مولانا اسلامجار د هرات خلکو ته د ملګرو ملتونو لخوا د روغتیایي خدماتو د وړاندې کولو هرکلی وکړ او همداراز د غور ولایت په لیرو پرتو ولسوالیو او محرومو سیمو کې چې اوسېدونکي پکي روغتیایي خدماتو ته لاسرسي نلري ورته د روغتیایي خدماتو پر زیاتوالي ټینګار وکړ.
د پیغام پای/
Your Comment