AP ۱۴۰۳ لیندۍ ۱۹ ۱۸:۲۱
Journalist ID: 5624
News ID: 85685075
T T
۰ Persons

Tags

ایران د سوریې د راتلونکي لپاره د دغه هیواد د خلکو فیصلې، پرته د ناوړه بهرنۍ لاسوهنه تاکید وکړ

کابل- ایرنا- د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزارت د سوریې د راتلونکي لپاره د دغه هیواد د خلکو فیصلې، پرته د ناوړه بهرنۍ لاسوهنه تاکید وکړ.

د ایرنا خبري اژانس د راپور له مخې، د ایران د اسلامی جمهوریت د بهرنیو چارو وزارت د لیندۍ په اتلسمه نېټه په یوه بیانیه کې وویل: په سوریه کې وروستیو حالاتو ته په پام او ددغه هیواد د یووالي، ملي حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا ته د درناوي په اړه د ایران د اصولي دریځ په یادولو سره، تأکید کوي چي د سوریې د برخلیک ټاکل او د راتلونکې په اړه تصمیم نیول د دغه هیواد د خلکو یوازینی مسوولیت دی، پرته له ناوړه بهرنۍ لاسوهنه.

 په بیانیه کې زیاته شوې ده: د دغه امر د ترسره کولو لپاره د پوځی شخړو د ژر تر ژره پای ته رسیدو، د ترهه ګرو اقداماتو د مخنیوی او د سوریې د ټولنې د ټولو اړخونو په ګډون سره د ملی خبرواترو پیلیدو ده چي يو تول شموله حکومت رامنځته شي او د تول خلک استازیتوب وکړي.

 د ایران اسلامی جمهوریت د ملګرو ملتو د ۲۲۵۴ پریکړه لیک پراساس په سوریې کې د سیاسی بهیر د تعقیبولو لپاره د پخوا په شان د نړیوالو میکانیزمونو ملاتړ کوی او په دې برخه کې له ملګرو ملتو سره رغنده ملګرتیا ته دوام ورکوی. 

 د ایران د بهرنیو چارو وزارت ټینګار وکړ: په دې شرایطو کې چې سوریه د خپل تاریخ په نازک پړاو کې ده، د  سوريې د ټولو اتباعو او د نورو هېوادونو د اتباعو د امنيت تامين، د مذهبي سپېڅلو ځايونو د حرمت ساتنه او همدارنګه د ډيپلوماتيکو او قونسلګريو د ځايونو ساتنه د نړيوالو قوانينو له معيارونو سره سم ډېره ضروري ده.

 د ايران او سوريې د دوو هېوادونو ترمېنځ اړيكې اوږده تاريخ لري او تل دوستانه دي او تمه کیږي چې دا اړیکې به د ګډو ګټو او د نړیوالو حقوقي مکلفیتونو په رعایت سره د دواړو هیوادونو د هوښیارۍ او لرې لید سره دوام وکړي.

 د ایران اسلامي جمهوریت په دې سره تاکید چي په لویدیځې اسیا کې سوريه د یو مهم او نفوذ لرونکي هیواد دی، د دغه هیواد د امنیت او ثبات په رامنځته کولو کې له هیڅ راز هڅو څخه دریغ ونه کړي او د دې هدف لپاره به له ټولو نفوذ لرونکو خواوو په ځانګړې توګه په سیمه کې خپلو مشورو ته دوام ورکړي.

 په بیانیه کې زیاته شوې ده: په څرګنده د ایران اسلامی جمهوریت به د سوریې او سیمې د حالاتو له نژدی څارنې او د سوریې په سیاسی او امنیتی ډګر کې د اغیزمنو لوبغاړو چلند او اجراات په نظر کې نیولو سره مناسب چلند او دریځ غوره کړی.

د پیغام پای/

Your Comment

You are replying to: .