AP ۱۴۰۳ لیندۍ ۱۷ ۲۲:۴۹
Journalist ID: 5624
News ID: 85683009
T T
۰ Persons

Tags

د ایران د بهرنیو چارو وزیر: د سوریې د حکومت او مشروع مخالفو ډلو ترمنځ سیاسي خبرې پیل شي

کابل- ایرنا- د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزیر وویل: د آستانې د غونډې د غوښتنو په اساس د سوریې حکومت او د مشروع مخالفو ډلو ترمنځ د سیاسي خبرو پیل شي، او پریکړه وشوه چې په دې برخه کې د سوریې له حکومت سره مشوره وکړو.

د ایرنا خبري اژانس د راپور له مخې، د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي نن د لیندۍ په ۱۷ مه نېټه د آستانې له غونډې وروسته خبریالانو ته وویل: د آستانې په نننۍ غونډه کې د سوریې په اوسنیو مسائلو چې ډېر مهم دي، خبرې اترې او مشورې وشوې او دا د ټولو ګډونوالو د نظر توافق وو، چې شخړې باید سمدستي پای ته ورسیږي او د سوریې ځمکنۍ بشپړتیا او ملي حاکمیت ته باید درناوی وشي.

 هغه زیاته کړه: په دې غونډه کې د سوریې د حکومت او د مشروع مخالفو ډلو ترمینځ د سیاسی خبرو اترو د پیلولو پریکړه وشوه او هوکړه وشوه چې په دې برخه کې به د سوریې له حکومت سره مشوره کوو او زه به هم خپله مشوره کوم.

عراقچي يادونه وکړه: ټاکل شوې ده روسيه هم د سوريې له حکومت سره سلا مشورې وکړي.

د پیغام پای/

Your Comment

You are replying to: .