په کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال له مخي، د اطلاعاتو او کلتور وزارت د هنر او کلتور معین مولوي عتیق الله عزیزي په مشرۍ نن پنجشنبه د لیندۍ په ١٥مه د هېواد د تاریخي ځایونو، واټونو او څلورلارو د نومونې کمېسیون نوبتي ناسته ترسره شوه.
په دې ناسته کې د تېرې ناستې پر مهال ټاکل شوې کمېټې راپور وړاندې کړ، چې د کابل ښار پنځمې، شپږمې او دیارلسمې ناحیو اړوند له تازه جوړ شوو واټونو او څلورلارو څخه یې لیدنه کړې وه.
د کمېسیون د پرېکړې له مخې د «محمد سالم ايزدیار څلورلارې» پخوانی نوم بېرته «د زنبق څلورلارې» ته بدل شو، همدارنګه د خلکو د غوښتنې له مخې د «قلعه وزیر څلورلارې» په رسمي ډول د همدې نوم په توګه ثبت شوه.
په ناسته کې د خیرخانې له کوتل څخه د قرغې فرقې نوي جوړ شوي سړک، د هلمند ولایت د دوو تازه جوړېدونکو څلورلارو، او د پروان ولایت د یوه انجینر له خوا ډیزاین شوې څلورلارې په اړه هم بحث وشو.
د ایرنا د راپور له مخې، د زنبق څلور لارې د ١٣٩٦ کال د چنګاښ د میاشتې په ٢٧ نیټه د محمد سالم ایزدیار د محمد علم ایزدیار زوی، د افغانستان د مشرانو جرګې لومړی مرستیال په تېر حکومت کې نومول شوی و.
د زنبق څلورلارې هغه ځای دی چې په ١٣٩٦ کال کې له چاودېدونکو توکو ډک ټانکر کې چاودنه شوې وه، چې په پایله کې یې تر ۱۵۰ ډېر کسان وژل شوي او تر ۴۵۰ ډېر ټپیان شوي وو.
سالم ایزدیار له چاودنې دوه ورځې وروسته د رستاخیز د غورځنګ په مظاهره کې ګډون کړی و او د مظاهرې په ترڅ کې د امنیتي ځواکونو له خوا په ارګ کې وویشتل شو او خپل ژوند یې له لاسه ورکړ.
دغه څلورلاره د ایران د اسلامي جمهوریت د سفارت په جنوب لوري او د افغانستان د ارګ شمالي دروازې ته موقعیت لري.
د پیغام پای/
Your Comment