AP ۱۴۰۳ لیندۍ ۱۵ ۲۳:۴۵
Journalist ID: 5624
News ID: 85681120
T T
۰ Persons

Tags

کابل د افغانستان د کرنیزو صادراتو د اسانتیا لپاره د ایران د همکارۍ غوښتنه وکړه

کابل- ایرنا- د افغانستان د سرپرست حکومت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د کرنې او اوبو لګولو مرستیال ایران ته د افغانستان د کرنیزو صادراتو د اسانتیا لپاره د ایران د اسلامي جمهوریت د همکارۍ غوښتنه وکړه.

په کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال له مخې، افغانستان د سرپرست حکومت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت چارواکو نن پنجشنبه د لینړۍ په ۱۵مه، وویل د دغه وزارت د کرنې او اوبولګولو مرستیال مولوي صدر اعظم عثماني، په تهران ښار کې د ایران - افغانستان د ګډې سوداګرۍ خونې له غړو سره وکتل.

 دواړو لوریو د اقتصادي او سوداګریزو همکاریو پر پراختیا په ځانګړي ډول د کرنې په برخه کې ټینګار وکړ او د افغانستان د کرنې په سکتور کې یې د ګډې پانګونې پر فرصتونو خبرې وکړې.

 په دې غونډه کې دواړو لوریو په افغانستان کې د کرنې سکتور د ګډې پانګونې پر فرصتونو، د کرنیزو محصولاتو کښت او تولید، د اوبولګولو نویو سیسټمونو پراختیا، د نوې ټکنالوژۍ لیږد او د کرنیزو محصولاتو پروسس په سر بحث وکړ.

 مولوي عثماني د افغانستان له لوري د کرنیزو محصولاتو د صادراتو د پروسې د اسانتیا لپاره خپل بشپړ چمتووالی اعلان کړ او په دې برخه کې یې د ایران د همکارۍ غوښتنه وکړه.  

 د غونډې په پای کې، دواړو لوریو د سوداګریزو ستونزو د حل او د افغانستان او ایران ترمنځ د اقتصادي اړیکو د پیاوړتیا لپاره د خبرو اترو پر دوام ټینګار وکړ.

 د ایرنا د راپور له مخې، د افغانستان د کرنې او مالدارۍ د وزارت مرستیال صدراعظم عثماني دوه ورځې مخکې د ایران د اسلامی جمهوریت په بلنه د اوبو او خاورې د پروژو په تېره بیا د اوبولګولو د پرمختللو میتودونو په برخه کې د دغه هېواد د ظرفیتونو او ټکنالوژۍ د لیدلو په هدف د یوه پلاوي په مشرۍ ایران ته تللی و.

 نوموړي په تېرو دوو ورځو کې د دغه هېواد د کرنې له مسوولينو سره وکتل او د دواړو هېوادونو ترمنځ يې د کرنې په برخه کې د همکاريو پر پراختيا ټينګار وکړ.

 د پیغام پای/

Your Comment

You are replying to: .