په کابل کې د ایرنا د خبریال د راپور له مخې، د پروان ولایت د والي ویاند حکمت شمیم نن پنجشنبه د لیندۍ په ۱۵ مه په خپله ایکس پاڼه کې لیکلي: په جبل السراج کې د سمنټو د یوې نوې فابریکې په جوړولو سره، د وارداتي سمنټو لپاره د افغانستان اړتیا ډیره کم شي.
ده زياته کړه: دغه فابريکه د الفلاح العالمي شرکت له خوا د ٢٢٠ ميليونو ډالرو په پانګونې سره جوړه او د ورځې د پنځه زره ټنه سمنټو د توليد ظرفيت به ولري. شميم څرګنده کړه: دا فابریکه د جبل السراج ولسوالۍ په تپه سرخ سیمه کې له ۶۰۰ جریبه زیاته ځمکه کې جوړېږي او په مستقیم ډول به د ۵۰۰۰ کسانو لپاره د کار زمینه برابره کړي.
د ایرنا د راپور له مخې، افغانستان په کال کې اوه میلیونه ټنه سمنټو ته اړتیا لري او دا مهال دغه هېواد په کال کې له ۵۰۰ زره ټنو زیات سمنټو تولیدوي.
د پیغام پای/
Your Comment