په کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال له مخي، د افغانستان د سرپرست حکومت دد امر باالمعروف او نهی عن المنکر وزارت چارواکو نن پنجشنبه د لیندۍ په ۱۵ مه په یوه خبرپاڼه کې اعلان وکړ چې د آرزو ټلویزیون د تړل کېدو پرېکړه، د اسلامي ارزښتونو د ساتنې، د رسنیو څخه د ناسمې ګټې اخیستنې مخنیوي او د ټولنیز نظم د ټینګښت لپاره شوې ده.
خبرځاى زياته کړه: د اسلامي ټولنې د پرمختګ لپاره اړینه ده چې رسنۍ د بیان ازادي ولري او د اسلامي اخلاقو او اصولو کې مخته ولاړې شي، نو ځینو کسانو د آرزو ټلویزیون د نوم څخه په ګټې اخیستنې د اسلامي ارزښتونو او ملي عنعناتو سره په ټکر کې کړنې ترسره کولې، چې د ټولنې د اصلاح او سالمې لارې ته د راګرځېدو لپاره اړتیا وه چې یادې ستونزې په جدي ډول وڅېړل شي.
په خبرپاڼه کې راغلي چې د څېړنو وروسته جوته شوه، چې ځینو کسانو د آرزو ټلویزیون د نوم او تعمیر او په یادې رسنۍ کې د خپل موقف څخه په ګټه اخیستنې ځیني غیر رسمي کسان ګومارلي وو، ترڅو د هېواد څخه بهر تبعيدي رسنیو په مالي ملاتړ، د اسلامي او افغاني اصولو او دودونو خلاف مبتذل سریالونه او خپرونې د دوبله کړي.
په خبرپاڼه کې راغلي چې له ټولو رسنیو غوښتنه کوو چې د خپلو فعالیتونو په مهال د اسلامي ارزښتونو، ملي ګټو، او ټولنیزو اخلاقو درناوی وکړي او د یوې سالمې او هوسا ټولنې د جوړولو لپاره مثبت رول ولوبوي.
خبرپاڼه ټینګار کوي چې د افغانستان اسلامي امارت د اسلامي او افغاني اصولو پر بنسټ د بیان ازادۍ او د رسنیو ازادۍ ته ژمن دی.
د پیغام پای/
Your Comment