په اشکاشم کې د ظاهر شاه د لرګینه ماڼۍ د بدخشان د اطلاعاتو او فرهنګ رياست له خوا ثبت شو

کابل- ایرنا- د افغانستان د سرپرست حکومت د اطلاعاتو او کلتور وزارت وویل د بدخشان ولایت په اشکاشم ولسوالۍ کې د لرګینه ماڼۍ د دغه ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست له خوا ثبت شول.

په کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال له مخي، د افغانستان د سرپرست حکومت د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت چارواکو نن پنجشنبه د لیندۍ په ۱۵ مه په یوه خبرپاڼه کې اعلان وکړ چې د بدخشان ولايت د اطلاعات او کلتور رئیس انجنیر ذبیح الله امیري د یو شمېر فرهنګي شخصیتونو سره د اشکاشم ولسوالۍ ته په سفر کې د ظاهرشاه د وخت یوه تاریخي لرګینه ماڼۍ د اطلاعاتو او کلتور ریاست په نوم ثبت او راجستر کړه.

 د بدخشان د اطلاعاتو او فرهنګ رييس وويل: د اطلاعاتو او کلتور وزارت او د بدخشان د اطلاعاتو او کلتور ریاست به د دې ولایت تاریخي او سیاحتي ځایونو د ساتنې او پالنې په برخه کې خپلې هڅې ونه سپموي.

همدارنګه فرهنګي شخصیتونو او د قلم خاوندانو د دې تاریخي ماڼۍ د اطلاعاتو او کلتور ریاست په نوم ثبتول یو ښه ګام وباله او له یاد ریاست څخه یې غوښتنه وکړه، چې د تاریخي او سیاحتي ځایونو په ساتنه، پالنه او بیارغونه کې لا ډېر پام وکړي.

 د ایرنا د خبر له مخې، بدخشان ولایت د یوه اوږد تاریخ او شتمن فرهنګي میراث لرونکی ولايت دی، په دې ولایت کې ګڼ شمېر تاریخي ځایونه، لرغوني آثار او سياحتي سیمې شتون لري.

د پیغام پای/

Your Comment

You are replying to: .