د ایران او چین چارواکو د سیمه ایزې سولې او امنیت لپاره د دواړو هیوادونو د ملګرتیاو په پراختیا ټینګار وکړ

کابل- ایرنا- د ایران د اسلامي جمهوریت د ولسمشر لومړي مرستیال او د چین د صدراعظم مرستیال په دې خبرې ټینګار سره چې د اسیا د دوو سترو او مهمو هیوادونو د اړیکو پراختیا د سیمې په سوله او امنیت باندې ډیره اغیزه لري، د همکاریو د ساحو پر پراختیا او د اقتصادي تبادلې پر پراختیا ټینګار وکړ.

د ایرنا خبری اژانس د رپوټ له مخې، د ایران د اسلامی جمهوریت د ولسمشر لومړی مرستیال محمد رضا عارف او د چین د لومړی وزیر مرستیال «ژانګ هو چینگ» د لیندۍ په دیارلسمه نېټه د ایران او چین د هراړخیز ستراتیژیک پلان د تطبیق په چوکاټ کې، د همکاریو پر پراختیا ټینګار وکړ.

 دواړو په تېره بيا په اقتصادي ډګر او د متقابلو ګټو په ساحو کې د همکارۍ د پراختيا پر لارو چارو خبرې اترې وکړې.

 په دې کتنه کې د ایران د اسلامي جمهوریت د ولسمشر لومړي مرستیال محمد رضا عارف او د چین د صدراعظم مرستیال «ژانګ هو چینگ» په دې خبرې ټینګار سره چې د اسیا د دوو سترو او مهمو هیوادونو د اړیکو پراختیا د سیمې په سوله او امنیت باندې ډیره اغیزه لري، د همکاریو د ساحو پر پراختیا او د اقتصادي تبادلې پر پراختیا ټینګار وکړ.

د پیغام پای/

Your Comment

You are replying to: .