له ترکمنستان څخه د برېښنا د پېرلو د قرارداد د تمدید کولو لپاره؛ د افغانستان د برشنا شرکت اجراییه رییس ترکمنستان ته ولاړ

کابل- ایرنا- د افغانستان د سرپرست حکومت د برشنا شرکت ویاند ترکمنستان ته د دغه شرکت د مشرتابه د سفر خبر ورکړ.

په کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال له مخي، د برشنا شرکت ویاند حکمت الله میوندي چهارشنبه لیندۍ په ۱۴مه، د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې د افغانستان برېښنا شرکت عمومي اجرائیوي رئیس  عبدالباري عمر او ورسره مل پلاوي ترکمنستان ته خپل سفر کې، د ترکمن انرګو(د ترکمنستان برېښنا شرکت ) رئیس ښاغلي دوردي الیاسوف، د ټاپ پروژې رئیس ښاغلي مراد آرتیکوف او یو شمېر نورو مسئولینو سره ولیدل. 

 په پام کې ده چې د دغه سفر پر مهال د ۲۰۲۵ زیږدیز کال لپاره د برېښنا پېرودلو تړون هم لاسلیک شي. عمر د دوو ګاونډیو او وروڼو هېوادونو په توګه یې د افغانستان او ترکمنستان اقتصادي اړیکو په پراختیا ټېنګار وکړ او افغانستان سره یې د ترکمن لوري همکارۍ وستایلې. 

 ترکمنستان ته د افغانستان برېښنا شرکت رهبرۍ سفر کې، د افغانستان د بهرنیو چارو او مالیې وزارتونو استازي هم ګډون لري. 

 د ایرنا د راپور له مخې، افغانستان اوس مهال شاوخوا ۱۴۰۰ میګاواټه برېښنا ته اړتیا لري او شاوخوا اتیا سلنه برېښنا یې له وارداتي برېښنا څخه پوره کېږي.

د پیغام پای/

۰ Persons

Your Comment

You are replying to: .