AP ۱۴۰۳ لیندۍ ۱۴ ۱۲:۳۲
Journalist ID: 5624
News ID: 85679306
T T
۰ Persons

Tags

یونیسف په ننګرهار کې له روغتیايي مرکزونو سره د شپږو توکو مرسته وکړه

ننګرهار- ایرنا- د ملګرو ملتونو د ماشومانو وجهي صندوق یا یونیسف د ننګرهار ولایت له روغتیايي مرکزونو سره د شپږو توکو مرسته وکړه.

په ننګرهار کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال په وینا، د ملګرو ملتونو د ماشومانو د وجهي صندوق یا یونیسف چارواکو دغه مرسته سه شنبه د لیندۍ په ۱۳ مه د ننګرهار ولایت د عامې روغتیا ریاست ته وسپارله.

په دغو مرستو کې د ټلویزیوني معایناتو (الټراساؤنډ) ۱۵ سیټه ماشینونه، د مور او ماشوم د روغتیا اړوند بېلابېل وسایل او د اکسیجن د تجزیه کولو ماشینونه شامل دي، چې د ننګرهار د حوزوي روغتون ترڅنګ به د دې ولایت د ولسوالیو روغتیايي مرکزونو ته ولېږدول شي.

 د پیغام پای/

Your Comment

You are replying to: .