په کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال په وینا، د افغانستان د کانونو او پټرولیم وزارت چارواکو بدخشان ولایت ته د دغه وزارت د سرپرست ملا هدایت الله بدري د سفر خبر ورکړ.
د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست د کانونو د قاچاق او غیر قانوني استخراج په مخنیوي ټینګار وکړ او په دې برخه کې یې د بدخشان ولایت له چارواکو څخه د لا زیاتې همغږۍ او همکارۍ غوښتنه وکړه.
بدري شهربزرګ ولسوالۍ ته د خپل سفر په ترڅ کې د زرشويي کان د استخراج له سیمو څخه لیدنه وکړه او د شرکتونو له مسوولینو او ځايي خلکو سره یې په لیدنه کې ټینګار وکړ چې په هیڅ صورت کې به د کانونو غیر قانوني استخراج ته اجازه ورنکړي.
نوموړي کان کیندونکو ته په خطاب کې زياته کړه: د کانونو او پټرولیم وزارت د کانونو د استخراج او مسلکي کولو لپاره یوه هر اړخیزه کړنلاره جوړه کړې او د لازیاتو اسانتیاوو په موخه به کان کیندونکي د کابل پر ځای د بدخشان ولایت د کانونو له ریاست څخه خپل جوازونه ترلاسه کړي.
د کانونو سرپرست وزیر ټینګار وکړ چې په هیڅ صورت به د کانونو د غیر قانوني استخراج اجازه ورنکړل شي او له سرغړونکو سره به قانوني چلند وشي.
د پیغام پای/
Your Comment