AP ۱۴۰۳ لیندۍ ۱۲ ۱۶:۲۱
Journalist ID: 5624
News ID: 85677798
T T
۰ Persons

Tags

د سرپرست حکومت ویاند: په افغانستان کې د ټاپي پروژې عملي کار پیل شو

کابل- ایرنا- د افغانستان د سرپرست حکومت ویاند په افغانستان کې د ټاپي پروژې د عملي کار د پیل اعلان وکړ.

په کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال له مخي، د افغانستان د سرپرست حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد په افغانستان کې د ټاپي پروژې د عملي پیل یوه ویډیو خپره کړې او په خپله ایکس پاڼه کې یې لیکلي: په افغانستان کې د ټاپي پروژې کار په عملي توګه روان دی.

د ایرنا په وینا، د چهارشنبې په ورځ (لیندۍ ۷) د هرات له والي مولانا اسلام جار سره په کتنه کې د ټاپي پروژې عمومي مدیر بګنچ عبدالله یوف وویل چې په افغانستان کې د ټاپي د ګازو د نل لیکې ۱۵۳ کیلومتره سروې شوې ده.

د ټاپي د ګازو نل لیکه چې په کال کې د ۳۳ میلیارد متر مکعب ګازو د انتقال ظرفیت لري، د ترکمنستان د ګالکینیش د ګازو له ساحې څخه پیل او د افغانستان د هرات او کندهار ولایتونو له لارې د پاکستان د کویټې او ملتان ښار ته او له هغه ځایه د هند د پنجاب ایالت د فاضلکا ښار ته رسیږي. 

د پیغام پای/

Your Comment

You are replying to: .