ترکیه: د هاګ محکمې لخوا د نتانیاهو او ګالانت د نیولو امر صادرول یو هیله مند ګام دی

کابل- ایرنا- د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر د هاګ د محکمې لخوا د اسراییل لومړي وزیر بنیامین نتانیاهو او د دغه رژیم د لرې شوي جنګ وزیر یوآو ګالانت د هاګ د محکمې لخوا د نيولو د حکم هرکلي وکړ او د دغه رژيم د جنايتکارو مشرانو د محاکمې لپاره يې يو ښه ګام وباله.

د ایرنا د خبر له مخې،  د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر هاکان فیدان نن د لیندۍ د میاشتې په نهمه نیټه وویل: د فلسطین مسله او د دغه ملت پرضد جنایتونه د نړیوال نظام د کمزورتیا ښودنه کوی.

هغه زیاته کړه: اسرائیلو ته د وسلو او تجهیزاتو لیږلو دوام دا رژیم نور هم سخت کوي، او موږ د غزې په تړانګه کې د نسل وژنې د پای ته رسولو لپاره د اسراییلو په رژیم باندې د فشار زیاتولو غوښتنه کوو.

فیدان همداراز د غزې په تړانګه کې د جنګي جنایتونو په خاطر د نتانیاهو او ګالانت د نیولو د حکم د صادرولو په اړه د هاګ د نړیوالې محکمې د پریکړې ستاینه وکړه او ویې ویل: دا اقدام د غزې په تړانګه کې د نسل وژنې د ترسره کولو د اسرائیلي رژیم د مشرانو د سزا ورکولو لپاره یو هیله من ګام دی.

د ایرنا په وینا، په هاګ کې نړیوالې محکمې د پنجشنبې په ورځ د نتنیاهو او ګالانت د نیولو امر صادر کړ، چې د روانې میاشتې په لومړۍ نېټه یې د جنګي جرمونو، د بشریت ضد جرمونو او له لوږې څخه د وسلې په توګه د کار اخیستو په تور نیولي وو، چې د نړیوالې ټولنې له خوا یې تود هرکلی وشو.

 په غزې تړانګه کې د فلسطین د روغتیا وزارت د وروستیو احصائیو له مخې د صهیونیسټی رژیم د پوځ په تیریو کې ۴۴ زره ۳۶۳ فلسطینیان شهیدان او ۱۰۵ زره او ۷۰۰ نور ژوبل شول.

د پیغام پای/

Your Comment

You are replying to: .