په کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال له مخې، د اسلامي امارت د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست نورالدین عزیزي ترکیې ته د خپل سفر په دوام پداسې حال کې چې په ترکیه کې دافغانستان جنرال کنسول هم حضور درلود، په هغه هېواد کې له مېشتو یوشمېر افغان سوداګرو سره وکتل.
په دې کتنه کې عزیزي په افغانستان کې د پانګونې د فرصتونو په تړاو معلومات ورکړل او دلته یې د سرتاسري امنیت څخه په ډاډ ورکړولو سره له هغوی وغوښتل ترڅو خپل هېواد ته راستانه شي او,دلته پانګونه وکړي.
په ترکیه کې ځینو افغان سوداګرو وویل چې خپلې پانګې یې افغانستان ته لېږدولې دي او ځینو نورویې هموویل چې خپل هېواد ته د ستنیدو پروګرام لري. په ترکيه کې مېشتو افغان سوداګرو په دې ناسته کې وويل، چې دوى خپلې پانګې افغانستان ته لېږدولې او يو شمېر يې هم ډاډ ورکړ، چې خپل هېواد ته د راستنېدو پلان لري.
د ایرنا د راپور له مخې، افغان پانګوالو په ترکیه کې تر ۹۵ میلیارده ډالرو زیاته پانګونه کړې ده.
د پیغام پای/
Your Comment