په کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال له مخي، د افغانستان سرپرست حکومت ارګ په یوه خبرپاڼه کې وویل د ریاست الوزراء اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي نن د هلمند والي محترم مولوي عبدالرحمن مسلم کندزي سره وکتل.
مولوي عبدالرحمن مسلم کندزي د عمومي وضعیت او په هغه ولایت کې د محلي حکومتولۍ په اړه د معلوماتو وړاندې کولو ترڅنک وویل: د هلمند ولایت د بېلابېلو ادارو مسوولین شپه او ورځ خلکو ته د خدماتو برابرولو او د هغوی د ستونزو د حلولو کوښښ کوي.
د هلمند والي وویل: د دې ولایت ټول مجاهدین او محلي مسوولین د اسلامي امارت د مشرانو د لارښوونو او اوامرو عملي کېدو ته چمتو دي. د ریاست الوزراء اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي په دې کتنه د خوښي څرګندولو پرمهال د هلمند ولایت د محلي مسوولینو کړنې او فعالیتونه تقدیر کړل.
هغه وویل: د امنیت تامین، د ټولنیزې هوساینې برابرول او د هیوادوالو ستونزو ته رسیدګي د اسلامي امارت له دندو او مسوولیتونو څخه دي او لازمه ده محلي مسوولین په دې برخه کې لازیات کوښښ وکړي.
د پیغام پای/
Your Comment