سیمه ییز چارواکي باید د امنیت او ټولنیزې هوساینې په برخه کې هڅې وکړي

کابل- ایرنا- د افغانستان د سرپرست حکومت اداري مرستیال د هېواد د خلکو د امنیت او ټولنیزې هوساینې په برخه کې د سیمه ییزو چارواکو هڅې مهمې وبللې.

په کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال له مخي، د افغانستان سرپرست حکومت ارګ په یوه خبرپاڼه کې وویل د ریاست الوزراء اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي نن د هلمند والي  محترم مولوي عبدالرحمن مسلم کندزي سره وکتل.

مولوي عبدالرحمن مسلم کندزي د عمومي وضعیت او په هغه ولایت کې د محلي حکومتولۍ په اړه د معلوماتو وړاندې کولو ترڅنک وویل: د هلمند ولایت د بېلابېلو ادارو مسوولین شپه او ورځ خلکو ته د خدماتو برابرولو او د هغوی د ستونزو د حلولو کوښښ کوي.

د هلمند والي وویل: د دې ولایت ټول مجاهدین او محلي مسوولین د اسلامي امارت د مشرانو د لارښوونو او اوامرو عملي کېدو ته چمتو دي. د ریاست الوزراء اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي په دې کتنه د خوښي څرګندولو پرمهال د هلمند ولایت د محلي مسوولینو کړنې او فعالیتونه تقدیر کړل.

 هغه وویل: د امنیت تامین، د ټولنیزې هوساینې برابرول او د هیوادوالو ستونزو ته رسیدګي د اسلامي امارت له دندو او مسوولیتونو څخه دي او لازمه ده محلي مسوولین په دې برخه کې لازیات کوښښ وکړي.

د پیغام پای/

Your Comment

You are replying to: .