په کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال له مخي، د بدخشان ولايت د اطلاعاتو او فرهنګ رييس حکمت الله محمدي نن شنبه د لیندۍ په ١٠مه وويل: د جمعې په ورځ مازدیګر شاوخوا پنځه بجې د راغستان ولسوالۍ په نوآباد سیلاب کلي کې د سختې یخنۍ له امله درې ماشومان مړه شول.
ده زياته کړه: دغه درې تنه ماشومان د راغستان ولسوالۍ د کالر کلي ته په لاره وو چې د زياتې واورې او سختې يخنۍ له امله مړه شول. د محمدي په خبره، دغه درې ماشومان د ۹ او ۱۲ کلونو ترمنځ وو.
د ایرنا د راپور له مخې، بدخشان ولایت د افغانستان په شمال ختیځ کې موقعیت لري او یو له غرنیو او سړو ولایتونو څخه دی.
د پیغام پای/
Your Comment