په کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال له مخي، د افغانستان د سرپرست حکومت د احصایې او معلوماتو ملي ادارې چارواکو نن شنبه د لیندۍ په ۱۰مه اعلان وکړ چې دغې ادارې د روان کال په لومړیو دوو ربعو کې د هېواد د صادراتو او وارداتو ارقام راټول، توحید او تحلیل کړي دي. د دې ارقامو له مخې د صادراتو ارزښت ۶۶۷٫۳ میلیون ډالره او د وارداتو ارزښت ۵ میلیارده او ۲۵۰٫۵ میلیون ډالرو ته رسېږي.
د روان کال په لومړیو شپږو میاشتو کې د صادراتو ارزښت ۷۲۰٫۹ میلیون ډالرو ته رسېده چې روان کال د صادراتو په ارزښت کې د تېر کال په پرتله ۵۳٫۶ میلیون ډالره کموالی راغلی.
همدارنګه د ١٤٠٣ کال په لومړیو شپږو میاشتو کې د وارداتو ارزښت ۴ میلیارد او ۴۸٫۷ میلیون ډالرو ته رسېده چې د روان کال د لومړیو شپږو میاشتو په وارداتو کې د تېر کال د همدې مودې په پرتله ۱ میلیارد او ۲۰۱٫۸ میلیون ډالره زیاتوالی راغلی دی.
د روان کال په لومړیو دوو ربعو کې وچه او تازه مېوه د صاداراتي توکو په ډله کې د ۱۶۷٫۱ میلیون ډالرو په ارزښت تر نورو زیاته ونډه لري او ورپسې د ۱۱۹٫۷ میلیون ډالرو په ارزښت طبي بوټي، د ۸۵٫۸ میلیون ډالرو په ارزښت معدني توکي او د ۶۶٫۴ میلیون ډالرو په ارزښت سبزي په ترتیب دویم، درېیم او څلورم ځای خپل کړی دی.
د روان کال په یاده موده کې د هېواد د وارداتي توکو په ډله کې نفتي مواد او روغنیات د ۹۹۱٫۵ میلیون ډالرو په ارزښت زیاته ونډه لري او ورپسې ماشینونه، ټرانسپورټي وسایط او پرزې د ۷۷۲ میلیون ډالرو په ارزښت، غنم او د غنمو اوړه د ۲۶۱٫۵ میلیون ډالرو په ارزښت او منسوجات د ۲۲۹٫۹ میلیون ډالرو په ارزښت په دویم، درېیم او څلورم ځای کې راځي.
همدارنګه د روان کال په یاده موده کې وچه مېوه د ۲۰٫۵ سلنې او طبي بوټي د ۱۷٫۹ سلنې په درلودو د هېواد په صاداراتو کې تر ټولو ډېره ونډه لري او نفتي مواد او روغنیات د ۱۸٫۹ سلنې او ماشینونه، ټرانسپورټي وسایط د ۱۴٫۷ سلنې په درلودو د هېواد د وارداتو تر ټولو زیاته برخه جوړوي.
د پیغام پای/
Your Comment