په کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال له مخي، په کابل کې د ایران د اسلامی جمهوریت د سفارت سرپرست علیرضا بیګدلي نن د لیندۍ د میاشتې په لسمه نیټه کابل ته راغی او خبریالانو ته یې وویل: ویاړم چې په افغانستان کې د ایران اسلامی جمهوریت ته په نوی ماموریت کې خدمت کوم.
هغه زیاته کړه: د ایران د اسلامی جمهوریت د ماموریتونو تر ټولو مهم لومړیتوبونه له افغانستان سره د ګاونډیتوب پراخول دی په ډیرو مشترکاتو باندې تکیه کول چې دواړه هیوادونه لري.
د ایران د سفارت نوي سرپرست په ایران کې د افغان مهاجرینو په اړه وویل: هغه قانوني مهاجرین چې ایران ته راځي زموږ د سترګو په سر کې ځای لري او درناوی به یې وشي.
هغه ټینګار وکړ له هغو مهاجرینو چې په غیرقانونی ډول ایران ته داخل شوی غوښتنه کوی چې خپل هیواد ته ستانه شی او له قانونی لارو سفر وکړی.
ده څرګنده کړه: په دې اساس به په ايران کې د افغان مهاجرينو شتون او د دواړو هېوادونو ترمنځ د خلکو تګ راتګ تنظيم کړو او له دغې موضوع څخه د دواړو هېوادونو د اړيکو د پياوړتيا لپاره د يو فرصت په توګه استفاده وکړو.
د ایرنا د خبر له مخې، د ایران د اسلامی جمهوریت د بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچی تیره اونۍ علیرضا بیګدلي په افغانستان کې د ایران د سفارت د مشر په توګه وټاکه.
د پیغام پای/
Your Comment