AP ۱۴۰۳ لیندۍ ۱۰ ۲۱:۳۴
Journalist ID: 5624
News ID: 85675759
T T
۰ Persons

Tags

متحده عربي اماراتو له افغانستان سره د دوامداره همکاریو ډاډ ورکړ

کابل- ایرنا- د متحده عربي اماراتو امیر له افغانستان سره د خپل حکومت د دوامداره او دایمي همکاریو ډاډ ورکړ.

په کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال په وینا، د افغانستان د سرپرست حکومت د بهرنيو چارو وزارت د وياند مرستيال حافظ ضياء احمد نن د لیندۍ ١٠مه په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې ويلي په متحده عربي اماراتو کې د سرپرست حکومت سفیر مولوي بدرالدین حقاني د کوربه هېواد د دولت رئیس شیخ محمد بن زاید آل نهیان سره وکتل.

 په دغه کتنه کې دواړو لوریو د افغانستان په عمومي وضعیت، وروستیو پرمختګونو او رامنځته شویو فرصتونو خبرې اترې وکړې. همداراز افغان سفير د‌ولت رئيس ته په متحده عربي اماراتو کې د افغان بندیانو هیواد ته د انتقال، افغانانو ته د ویزو د ورکړي په چارو کې د تسهیلاتو غوښتنې وکړې او ترڅنک یې په اماراتو کې د مېشتو افغانانو د ځینو ستونزو د اواري په تړاو هم يادونه وکړه.

 شیخ محمد بن زاید آل نهیان په خپلو خبر کې د یادو شویو  مواردو په تړاو د همکارۍ او اسانتیاوو ژمنې وکړې، دغه راز د دولت رئيس افغانستان خپل ورور هیواد یاد کړ او ترڅنګ یې د خپلې همېشنۍ او ژورې همکارۍ ډاډ څرګند کړ.

 د ایرنا د خبر له مخې، د اماراتو امیر تیره اونۍ د یو لړ رسمي مراسمو په ترڅ کې د افغانستان د سرپرست حکومت د سفیر باورلیک ومانه.

 د پیغام پای/

Your Comment

You are replying to: .