د افغانستان او ترکیې ترمینځ اقتصادي او سوداګریزې ارتباطي او تخنیکې کمیټې د جوړولو توافق

کابل- ایرنا- د افغانستان د سرپرست حکومت د صنایعو او سوداګرۍ وزارت له ترکیې سره د اقتصادي او سوداګریزې ارتباطي او تخنیکې کمیټې د جوړولو توافق اعلان وکړ.

په کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال له مخي، د افغانستان د سرپرست حکومت د صنایعو او سوداګرۍ وزارت چارواکو پنجشنبه د لیندۍ په ۸ مه اعلان وکړ چې د دغه وزارت سرپرست نورالدین د ترکیې په استانبول کې د ترکیې د سوداګرۍ له وزیر عمر بلات سره وکتل.

دواړو خواوو د یوه اوبل هېواد ته د سوداګریزو پلاویو[ دولتي او خصوصي سکتور] سفر د دواړو هېوادو ترمینځ د سوداګرۍ د پراخوالي لپاره اساس او  مقدمه وګڼله.

دواړو لوریو پر دوه اړخیزه لیدوکتو او د نندارتونو پر جوړیدو په ټینګار سره پریکړه وکړه چې دواړه لوري به یوه تخنیکي او ارتباطي کمیټه جوړوي او دغه کمیټه به دنده لري ترڅو ستونزې،خنډونه او فرصتونه تشخیص او د حل مناسبې لارې ورته ولټوي.

د ایرنا د خبر له مخې، د افغانستان د صنایعو او سوداګرۍ وزارت سرپرست پرون په استانبول کې د حلال نندارتون د پرانیستې په مراسمو کې د ګډون لپاره ترکیې ته لاړ.

د پیغام پای/

Your Comment

You are replying to: .