د افغانستان او ایران چارواکو د دواړو هېوادونو له شته فرصتونو څخه په اغېزمنه استفادې ټینګار وکړ

هرات- ایرنا- د هرات والي او په دغه ولایت کې د ایران د اسلامي جمهوریت سر قونسل د هرات او خراسان رضوي ولایتونو د ګډې اقتصادي کمیټې د شپږمې غونډې په مقدماتي غونډه کې د دواړو هېوادونو تر منځ له شته فرصتونو څخه په اغېزمنه ګټه اخیستنه ټینګار وکړ.

په هرات کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال له مخي، د هرات او خراسان رضوي ولایتونو ترمنځ د ګډې اقتصادي کمېټې د شپږمې غونډې د تنظیم په اړه مقدماتي غونډه نن پنجشنبه د لیندۍ ۸ مه د هرات د والي شیخ مولانا اسلام‌جار، د ایران د اسلامي جمهوریت قونسل جنرال علي رضا مرحمتي، د سکتوري ادارو رئیسانو، سوداګرو او په هرات کې د پانګوالو په شتون کې جوړه شوه.

 په دې کتنه کې شیخ مولانا اسلامجر د اقتصادي اړیکو د پیاوړتیا په برخه کې د سیمه ییزې ادارې پر هر اړخیزې همکارۍ د ټینګار ترڅنګ هیله څرګنده کړه چې د نوي قونسل جنرال د کار پیل وروسته د دواړو ګاونډیو ولایتونو ترمنځ د فرهنګي، ټولنیزو او اقتصادي اړیکو د پراختیا په برخه کې به یوه نوې پاڼه پرانیستل شي. 

 د هرات والي له سیمه ایزو او اروپايي هیوادونو سره د اوسپنيز پټلۍ له لارې د صادراتو او وارداتو د پیاوړتیا او ګړندي کولو په برخه کې د ګمرکونو، ترانسپورت او تر ټولو مهم د اسانتیاوو په برابرولو کې د ایران له قونسلګرۍ سره د لا زیاتو همکاریو پر اړتیا ټینګار وکړ.

 په هرات کې د ایران د اسلامی جمهوریت قونسل جنرال علیرضا مرحمتی په افغانستان او په تېره بیا په هرات ولایت کې د رامنځته شوی امنیت هرکلی وکړ او د شته ظرفیتونو پر شریکولو یې د ټینګار ترڅنګ، په اقتصادی، تجارتی، صنعتی او ریل ټرانسپورټ کې د همکاریو د پراختیا ډاډ ورکړ. 

 د ایرنا د خبر له مخې، د هرات او خراسان رضوي ولایتونو د ګډې اقتصادي کمیټې شپږمه غونډه به ډیر ژر د ایران د اسلامي جمهوریت په مشهد ولایت کې جوړه شي.

 د پیغام پای/

Your Comment

You are replying to: .