که لوېديځ د ايران پر ضد پر نويو بنديزونو ټينګار وکړي، اټومي مساله به د وسلو لاره غوره کړي

کابل- ایرنا- د ایران د اسلامی جمهوریت د بهرنیو چارو وزیر وویل: که لویدیځ د ملګرو ملتو د ټولو بندیزونو د لګولو ګواښ ته دوام ورکړی، د ایران دننه اټومی بحث به د وسلو د لرلو په لور بدل شی.

د ایرنا خبري آژانس د خبر له مخې، د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي د پنجشنبې په ورځ د لیندۍ په اتمه د پرتګال په پلازمینه لیزبون کې بهرنیو خبریالانو ته په خطاب کې وویل: که لویدیځ د ملګرو ملتو د ټولو بندیزونو د بیا لګولو ګواښ ته دوام ورکړي، نو د ایران دننه اټومي بحث به احتمالا د (اټومي) وسلو درلودلو ته مخه کړي. 

 عراقچي زیاته کړه: ایران له پخوا څخه د ایټمي وسلو د جوړولو توان او پوهه لري خو دغه موضوع د دغه هیواد د امنیتي ستراتیژۍ برخه نه ده. 
 
که چیرې اسنپ بک پیښ شي، موږ به له بحران سره مخ شو

 د ایران د بهرنیو چارو وزیر په دې خبرې سره چې د اټمي پروګرام په اړه له لویدیځ سره د ایران تعامل د تضمین وړ نه دی، ویې ویل: اوس مهال په ایران کې دا بحث روان دی چې ښايي دا یوه غلطه تګلاره وه. ولې؟ ځکه چې دا ثابته شوه چې موږ هر هغه څه وکړل چې دوی یې غوښتل او کله چې د دوی د بندیزونو لرې کولو وخت و، په عمل کې هیڅ نه شو.

 هغه زیاته کړه: که اروپایی هیوادونه د ملګرو ملتو په امنیت شورا کې د ایران خلاف بندیزونه بیا ولګوی نو په ایران کې به هر څوک په دې قانع شی چې هو دا نظریه غلطه وه. 

 عراقچي بیا څرګنده کړه: که داسې وشي، زه فکر کوم چې هرڅوک به په دې قانع شي چې موږ په غلط لوري روان یو، نو موږ باید لاره بدل کړو. زه باور لرم چې که چیرې اسنپ بک پیښ شي، موږ به له بحران سره مخ شو. 

 د جنیوا غونډه یو فکري طوفان وه

 د ایران لوړرتبه ډیپلوماټ د جمعې په ورځ په جینیوا کې د ایران او اروپا د مذاکره کونکو غونډې ته په اشارې سره ټینګار وکړ: په حقیقت کې دا یو فکري طوفان غونډه ده چې وګورو په رښتیا له اوسنیو حالاتو څخه د وتلو کومه لاره شته؟ زه دې غونډې ته خوشبینه نه یم ځکه زه ډاډه نه یم چې ایران له سم لوري سره خبرې کوي، عراقچي څرګنده کړه: داسې ښکاري چې اروپايي هېوادونو په تېره بیا بریتانیا، جرمني او فرانسې د مقابلې سیاست غوره کړی دی. 

 د ایران د بهرنیو چارو وزیر په دوام کې وویل: د ایران د حکام د شورا له وروستۍ پریکړه لیک وروسته، ایران پریکړه کړې چې په زرونو نوی او خورا پرمختللی سنټرفیوژونه په مدار کې واچوی. دغو ماشينونو ته د ګازو داخلول پيل شوي دي. دا د دوی د فشار پایله ده. 

 سید عباس عراقچي په دې سره تاکید چې ایران د اټومي وسلو د نه خپریدو د تړون په چوکاټ کې پاتې دی او د همکارۍ په لټه کې دی، وویل: موږ اوس مهال له ۶۰ سلنې څخه د زیاتې غني کولو اراده نه لرو او دا پریکړه تر غور لاندې ده. زه غواړم یو ځل بیا ټینګار وکړم چې موږ د دې مسئلې د هوارولو لپاره د همکارۍ کرښه غوره کړې ده.

 د ایران د بهرنیو چارو وزیر له خبریالانو سره د خبرو په یوه بله برخه کې تاکید وکړ: ایران روسیې ته بالسټیک توغندی نه دی ورکړی. له مسکو سره د تهران پوځي همکاري له ډېرې مودې راهیسې شتون لري او په بشپړه توګه مشروعیت لري. البته ایران د اوکرایین له ځمکنۍ بشپړتیا څخه ملاتړ کړی او دوام ورکوي.

د حزب الله تشکیلات او جنګیالي تنظیم ځای پر ځای پاتي دي 

 د لبنان د اوربند په اړه عراقچي د دې پوښتنې په ځواب کې چې اسراییل ولې اوس په لبنان کې اوربند ته چمتو دی؟  هغه ځواب ورکړ: ځکه چې دوی نشي کولی کار پای ته ورسوي. هو، حزب الله ته زیان رسېدلی دی، خو د دې زیان ډېره برخه د هغې رهبرۍ او لوړ پوړو قوماندانانو ته اوښتی، د حزب الله تشکیلات او جنګیالي تنظیم ځای پر ځای پاتي دي 

 هغه څرګنده کړه: حزب الله او نورې زموږ نیابتي ډلې نه دي. موږ یوازې د خپلو ملګرو په توګه د دوی ملاتړ کوو، نو موږ هیڅکله دوی یا په سیمه کې کومې بلې مقاومت ډلې ته هیڅ امر نه دی کړی. دوی خپله پریکړه کوي او خپلې پلي کوي. 

 د بهرنیو چارو وزیر په پای کې وویل: د حماس سره اوربند به د اسراییلو لپاره بشپړه ناکامي وي. دوی هلته د حماس د له منځه وړلو لپاره تللي او اوس غواړي چې له حماس سره معامله وکړي، دا په دې مانا چې دوی خپلو موخو ته په رسېدو کې پاتې راغلي دي. له همدې امله په غزه کې اوربند یوه ډېره پېچلې موضوع ګرځېدلې ده.

 د پیغام پای/

Your Comment

You are replying to: .