په کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال له مخي؛ د افغانستان د سرپرست حکومت د صنایعو او سوداګرۍ وزارت چارواکو نن پنجشنبه د لیندۍ ۸ مه په یوه خبرپاڼه کې اعلان کړی، چې د دغه وزارت سرپرست وزیر نورالدین عزیزی د حلال استانبول۲۰۲۴ نړیوال نندارتون په څنډه کې د اذربایجان جمهوریت د اقتصاد وزارت له لومړي مرستیال مامدوف سره وکتل.
پدې کتنه کې عزیزي د لاجوردو له لارې څخه د ښې ګټې اخیستنۍ په اړه د اذربایجان د اقتصاد وزارت له معین سره خبرې اترې وکړې. همداراز پدې کتنه کې د اذربایجان د اقتصاد وزارت لومړي مرستیال د افغان دولتي او خصړصي سکتور استازو ته بلنه ورکړه ترځو د هغه هېواد د محصولاتو او تولیداتو په نندارتون کې ګډون وکړي چې په نژدې راتلونکې کې ټاکل شوې په هغه هېواد کې جوړ شي.
د ایرنا د راپور له مخې، د لاجورد لاره افغانستان د ترکمنستان، اذربایجان او ګرجستان له لارې له تور سمندر سره نښلوي او بیا له ترکيې څخه تر تېرېدو وروسته ازادو اوبو ته رسېږي.
د پیغام پای/
Your Comment